ads

د سولې کرکټ ليګ د کابل زلميانو لوبډلې په اتلولۍ سره پاى ته ورسېد

د سولې کرکټ ليګ، چې د شپږو لوبډلو په ګډون د کابل – الکوزي په نړيوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شو، د جمعې په ورځ د کابل زلميانو لوبډلې په اتلولۍ سره پاى ته ورسېد.

نویسنده: sarwan
2 غویی 1396
د سولې کرکټ ليګ د کابل زلميانو لوبډلې په اتلولۍ سره پاى ته ورسېد

د سولې کرکټ ليګ، چې د شپږو لوبډلو په ګډون د کابل – الکوزي په نړيوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شو، د جمعې په ورځ د کابل زلميانو لوبډلې په اتلولۍ سره پاى ته ورسېد.
د دغو سياليو پايلوبه د کابل زلميانو او د وزيرزي اتلانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، پچه يې د وزيرزي اتلانو وګټله او توپوهنه يې وکړه.
دوى د سيالۍ په ټولو شلو اورونو کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو سيالې لوبډلې ته د ۱۸۰ منډو هدف وټاكه، چې له ډلې يې شهزاد محمدي ۱۱۵ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.
د کابل زلميانو لوبډلې د سيالۍ په ټولو شلو اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۹ منډې جوړې کړې او لوبه يې د وزيرزي اتلانو له لوبډلې سره برابره کړه.
لوبه د مساوي کېدو له كبله غوره يا سوپر اوور ته وغځېده، د کابل زلميانو لوبډلې توپوهنه وکړه او د وزيرزي اتلانو ته يې د ۱۶ منډو هدف وټاكه، خو د وزيرزي اتلانو لوبډلې ورکړل شوى هدف ترلاسه نه کړاى شو او يوازې ۸ منډې يې جوړې کړې.
شهزاد محمدي د سيالۍ غوره لوبغاړى ونومول شو، نوموړي د سياليو د غوره لوبغاړي جايزه هم ترلاسه کړه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA