ads

پکتیا کې ناامنیو د ښځو د فعالیت مخه نيولې

د پکتیا ولایت يو شمېر ښځې وايي، که څه هم يو وخت يې په دغه ولایت کې د ټولنيزو محدوديتونو له کبله نه شوای کولای، په ټولنيزو فعالیتونو کې فعاله ونډه واخلي، خو اوس مهال امنیتي ستونزو د دوی د فعالیت مخه نيولې.

نویسنده: sarwan
29 وری 1396
پکتیا کې ناامنیو د ښځو د فعالیت مخه نيولې

د پکتیا ولایت يو شمېر ښځې وايي، که څه هم يو وخت يې په دغه ولایت کې د ټولنيزو محدوديتونو له کبله نه شوای کولای، په ټولنيزو فعالیتونو کې فعاله ونډه واخلي، خو اوس مهال امنیتي ستونزو د دوی د فعالیت مخه نيولې.
د پکتیا ولایت اوسېدونکې پروانه پکتین وایي، که څه هم کلتوري ننګونې مخ په کمېدو دي، خو امنیتي ستونزو د ښځو د پرمختګ مخه ډب کړې او دوی نه شي کولای په ارام زړه ټولنيز فعالیتونه ولري.
نوموړې زیاتوي، د حکومت دنده ده چې د وګړو امنیت خوندي کړي او که ثبات وجود ونه لري، هېڅ کار هم ممکن نه دی: ((مخکې کلتوري ننګونې د ښځو د فعالیت پر وړاندې ستر خنډ و، خو اوس دغه ستونزې مخ په کمېدو دي او د خلکو د عامه پوهاوي کچه لوړه شوې، اما امنیت په پکتیا ولایت کې يوه جدي ستونزه ده چې ټول کارونه يې له ستونزو سره مخ کړي دي، دې ننګونې د ښځو پر فعالیت هم څرګند اغېز کړی دی. که څه هم په مرکز کې د امنیت د نشتوالي ستونزه هومره نه محسوسېږي، خو په ولسوالیو کې ښځې په ادارو کې نشته او فعالیت نه شي کولای. دغه راز ښوونځي تړلي دي او د ناامنۍ له وېرې کورنۍ زړه نه ښه کوي چې خپلې لورګانې ښوونځیو ته ولېږي.))
اخوا د پکتیا ولایت يو شمېر اوسېدونکي د دغه ولایت د ښځو چارو په رياست هم نيوکه کوي چې د دوی لپاره د خدماتو په وړاندې کولو کې پاتې راغلی او چارواکي يې د کار کولو وړتیا نه لري.
د دغه ولایت يوه اوسېدونکې ناجيه نګاه وايي، تر دې مهاله د ښځو چارو رياست داسې څه نه دي کړي چې د ښځو پر ژوند يې مثبت اغېز کړی وي: ((موږ هېڅ داسې کوم فعالیت نه دی ليدلی چې د ښځو چارو رياست دې کړی وي او دې فعالیت دې د ښځو پر ژوند مثبت اغېز کړی وي، که يې کوم کار کړی هم وي، ښايي مشخصو کسانو ته يې کړی وي، موږ ته يې کومه ګټه نه ده رسېدلې.))
ناجيه د پکتیا ولایت په دولتي ادارو کې په ګمارنو هم نيوکه کوي او ټينګار کوي چې په دغه ولایت کې ټولې ګمارنې د اړيکو له مخې ترسره کېږي.
خو د پکتیا ولایت د ښځو چارو رياست بیا دغه ادعاوې نه مني، د دغه ولایت د ښځو چارو ريیسه نسرين اورياخېل وايي، په دولتي ادارو کې ګڼ بستونه اوس هم خالي دي، خو ښځې په دولتي ادارو کې کار کولو ته لېوالتيا نه لري: ((موږ هره ورځ له خپلو خویندو د سوال په شکل غوښتنه کوو، چې راشي په دولتي ادارو کې کار وکړي؛ مګر دوی یواځې په لوړو امتیازاتو پسې ګرځې او په لوړ پوسټ د کار کولو غوښتنه کوي. زموږ په ادارو کې اوس ډیری پوسټونه خالي دی او شخصاً والي صیب هم په ادارو کې د ښځو د پراخې ونډې غوښتونکی دی، دوی دې موږ ته راشي، څو یې په ادارو کې په دندو وګمارو.))
که څه هم د ښځو چارو رياست د دغه ولايت ښځې تورنوي چې په لږو امتیازاتو کار کولو ته چمتو نه دي، خو تر دې وړاندې هم له پکتیا ولایت داسې راپورونه ورکول شوي چې په دغه ولایت کې ډېری ګمارنې د اړيکو له لارې ترسره کېږي.
په پکتیا ولایت کې داسې مهال له ناامنۍ او فساد سر ټکول کېږي چې اوس هم د دغه ولايت په ډېری ولسوالیو کې د نجونو ښوونځي تړلي دي او خلک يې اندېښنه لري که حکومت د دغه ستونزې اواري ته جدي پام ونه کړي، ښايي لورګانې يې له زدهکړو پاتې شي.
دوی تر هر څه وړاندې په دغه ولایت کې د نجونو او هلکانو لپاره د زدهکړو فرصتونو د ډېرېدو غوښتنه کوي او ټينګار کوي چې نور د خپلو اولادونو د بې سواده پاتې کېدو حوصله نه لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA