ads

د ګنډلو له لارې اقتصادي پیاوړتیا

د ننګرهار ولایت يو شمېر په کور ناستې مېرمنې د خامک ګنډلو له لارې د خپلو کورنیو له اقتصاد سره مرسته کوي او د خپلو اولادونو په روزلو کې ونډه اخلي.

نویسنده: sarwan
28 وری 1396
د ګنډلو له لارې اقتصادي پیاوړتیا

د ننګرهار ولایت يو شمېر په کور ناستې مېرمنې د خامک ګنډلو له لارې د خپلو کورنیو له اقتصاد سره مرسته کوي او د خپلو اولادونو په روزلو کې ونډه اخلي.
دېرش کلنه روبینه، چې د خامک ګنډلو له لارې د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کوي وايي، له ماشومتوب راهيسې يې له خامک سره مینه وه، خپلو او د نورو پر جامو به یې د تارونو ګلان ګنډل، ډېرې اقتصادي ستونزې یې درلودې؛ خو اوس يې چې د افغانستان د نابینایانو سمون موسسې په مرسته د خامک ګنډلو روزنه لیدلې؛ ژوند یې ښه شوی او له همدې لارې یو څه پیسې پیداکوي: ((د خامک ګنډلو کوم کارونه چې له کلیو راځي ډېره ګټه کوي، ښه بازار لري، يو ځای مې کار کاوه، يو چا راته ټلېفون وکړ چې يوه مردانه غاړه ده که يې کولای شې، ما ورته وویل چې ولې يې نه شم کولای، هغه مې په ۱۴ زره افغانۍ جوړه کړه.))
روبینه وايي، په ټوټه د تارونو د ګلانو جوړول یا خامک ګنډل ډېره خواري غواړي؛ نو ځکه خو په کار ده، چې په لوړه بیه وپلورل شي؛ خو نوموړې وايي هغسې مارکېټ نشته چې هيله يې لري: ((که داسې یو مارکېټ جوړ شي چې موږ خپل محصولات په ښه توګه پکې وپلورو او يو څو روپۍ راته جوړې شي، ډېره مرسته به راسره وکړي.))
روبينه زياتوي، که یوه مېرمن د کور د کارونو تر څنګ یو څه وخت خامک ګنډلو ته ورکړي، نو په یوه میاشت کې له پنځو تر شپږو زرو افغانیو پیداکولی شي، چې له دې لارې به یې له خپلې کورنۍ سره ډېره مرسته کړې وي.
د روبینې یــوه بــله ګــاونــډۍ فــرشــته وايي، زدهکړې یې نه دي کړې، خو پــرکــور کرار کېناستل یې هم نه خوښېږي، نو ځکه خو یې خامک ګنډلو ته مخه کړې او کله کله یې په ګاونډ کې یوه استاده هم د لا ډېر کار لپاره ځان ته ور غواړي: ((په کور کې کراره نه شم کېناستلی، استاده له موږ سره مرسته کوي، راته وايي راشئ، چې خامک ګنډل در زده کړم.))
نوموړې وايي، د افغانستان د نابینایانو سمون موسسې ورسره د روزنې په بهیر کې د خامک ګنډلو لپاره د اومه توکو لکه تار، ستن، ټوکر، کارګاه او نورو مرسته کوله.
دوی وايي، د خامک ګنډلو مسلک یې ځکه غوره کړی، چې له یوه لوري په کې له کوره وتل نشته او له بل لوري د کور کارونه هم ورسره کولای شي، چې په دې سره په یوه غشي دوه ښکاره کوي خو چې دولت او مرستندویه ادارې لا ډېرې اسانتیاوې ورته برابرې کړي.
په همدې حال کې د افغانستان د نابینایانو سمــون مــوســسې د لاسي صــنایــعــو څــانګې روزونکې صفا له کلید سره په خبرو کې وویل، د دوی موسسې د لاسي صنایعو په برخه کې ګڼې ښځې روزلې، چې اوس په خپلو کورونو کې کار کوي.
ښوونکې صفا زیاتوي، شاوخوا دوه میاشتې وړانــدې یې د خــامــک ګــنــډلــو له کــورس نږدې۲۰ښځې فارغې کړې، چې ډاډه ده، خپل کار به په ښه بڼه سرته رسوي.
له بل لوري د افغانستان د نابینایانو سمون موسسې یوې مسوولې ندا په دې ولایت کې د خپلو کارونو په اړه وویل، دوی دغلته نږدې شپږ زره ښځې د لاسي صنایعو په برخه کې روزلې دي: ((مختلفې برخې وې، د مرۍګنډل، چرمه دوزي، یخن دوزي، د افغاني کالیو د جوړولو برخې وې، دوی اوس خپل توکي جوړوي او بازار ته یې وړاندې کوي.))
ندا وايي، دوی د ښځو د روزنې په بهیر کې د اومه توکو د ورکړې تر څنګ، د هغوی د کورنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ځینې خوراکي توکي هم وركوي.
په ننګرهار كې په خامک ګنډلو بوختې یو شمېر ښځې وایي، که چېرې امکانات ورته برابر شي، نو کولای شي چې په دغه برخه کې له خپلو کورنیو سره پوره همکاري وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA