ads

وسله والو طالبانو کندز کې ۲۳ تنه له داعش سره د اړيکو په تور برمته کړي

د کندز ولایت د ولایتي شورا ريیس امرالدین ولي وایي، چې په دې وروستیو کې په کندز کې د داعش د پیدا کېدو اوازې ډېرې شوې خو دولت تر اوسه پورې کوم جدي اقدام نه دی کړی.

نویسنده: sarwan
23 وری 1396
وسله والو طالبانو کندز کې ۲۳ تنه له داعش سره د اړيکو په تور برمته کړي

د کندز ولایت د ولایتي شورا ريیس امرالدین ولي وایي، چې په دې وروستیو کې په کندز کې د داعش د پیدا کېدو اوازې ډېرې شوې خو دولت تر اوسه پورې کوم جدي اقدام نه دی کړی.
په ورته وخت کې د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ ولسوال نصرالدین سعدي وایي، چې نږدې څلور ورځې مخکې وسله والو طالبانو نږدې ۲۳ تنه د اعش په تور د دشت ارچي ولسوالۍ د ملا قلي له سیمې څخه له ځان سره وړي دي، چې ۳ تنه یې ورڅخه وژلي دي.
د ولایتي شورا ريیس امرالدین ولي زیاته کړه، چې دغو ۳ تنه نیول شویو کسانو یې د يوه تن سر هم پری کړی، خو تراوسه پورې د نیول شویو کسانو هویت نه دی په ډاګه شوی، چې دا خلک څوک دي او کومې ډلې پورې تړاو لري.
په ورته وخت کې د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د داعش په تور د وسله والو طالبانو لخوا د ۳ تنو کسانو وژل ردوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA