ads

غزني کې د یوه مجهز تروما سنټر د بنسټ ډبره کېښودل شوه

په غزني کې د عاجلو پېښو ټپیانو درملنې ته د یوه مجهز او په پرمختللو طبي وسایلو سمبال تروما سنټر د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د غزني والي انجنیر عبدالکریم متین نن په دې ولایت کې د تروما سنټر د بنسټ ډبرې اېښودلو پر مهال وویل، چې د دغه روغتیایي څانګې په جوړېدو سره به د دې ولایت په اړوندو کې د ټرافیکي او امنیتي پېښو پر مهال ټپیانو ته اساسي روغتیایي خدمات وړاندې کېږي.

نویسنده: sarwan
22 وری 1396

نوموړی وايي، تر دې مخکې به د غزني په اړوندو کې د ټرافیکي او امنیتي پېښو ټپیان د درملنې په موخه کابل ته انتقالېدل، چې په وینا یې ډېریو به یې د لارو په اوږدو کې خپل ژوند له لاسه ورکاوه.((د دغه مرکز شتون غزني کې ډېر ضرور وو، ځکه د کابل ـ کندهار او غزني پکتیکا لویې لارې له دې ځایه تېرې شوې دي، چې په اوږدو کې یې ډېر مهال د خونړیو ټرافیکي پېښو شاهدان یو)).
په ورته وخت کې د غزني ولایت د عامې روغتیا ریيس ډاکټر ظاهرشاه نېکمل وایي، چې د دغه مرکز پر رغولو نږدې ۷۸ زره امریکایي ډالره لګښت راځي، چې د عامې روغتیا وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کېږي.(( دغه تروما سنټر د ۱۲ بسترونو درلودونکی دی، چې د اورتوپیدي او جراحي د متخصصینو په ګدون ۱۱ تنه تشکیل او په قره باغ او مقر ولسوالیو کې هم دوه نورې څانګې لري، چې هغه مخکې فعاله شوې دي)).
د عامې روغتیا مشر وایي، چې د روان کال په لړ کې یې د روغتیا په برخه کې ګڼ شمېر نورې پروژې هم تر لاس لاندې دي، چې په وینا یې له بشپړېدو سره به یې په دې ولایت کي خلکو ته د روغتیایي خدماتو په برخه کې ډېرې اسانتیاوې رامنځته شي.
د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم د غزني ولایت په مقر او قره باغ ولسوالیو کې د کابل ـ کندهار د لویې لارې په اوږدو کې دوه ابتدایي تروما سنټرونه ټپیانو ته د لومړنیو روغتیایي خدماتو په موخه رغول شوي وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA