ads

بدخشان كې د بهرنيو ګرځندويانو بې مخينې زياتوالى راغلی

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ګرځندوى امريت په دې ولايت كې د بهرنيو ګرځندويانو د بې مخينې زياتوالي خبر وركوي.
د دې ادارې امر صديقي لعلزاد كليد ته وويل، په ۱۳۹۴ لمريز كال كې د بدخشان توريستي سيمو ته نږدې ۱۱۰ بهرنيو ګرځندويانو سفر كړى و، خو دا شمېر په ۱۳۹۵ كال كې ۱۶۵ تنو ته زيات شوى، چې د نړۍ له ۲۹ هېوادونو دغه ولايت ته داخل شوي دي.

نویسنده: sarwan
22 وری 1396

د نوموړي په خبره، تېر كال بدخشان ته د ورغلو ګرځندويانو له ډلې ۴۲ يې ښځې وې.
لعلزاد زياته كړه، چې تېر لمريز كال يوازې د دې ولايت له آسيج چينې څخه له اوو زرو زياتو كورنيو ګرځندويانو ليدنه كړې ده.
دغه چينه د بدخشان له طبيعي او توريستي منظرو څخه ده، چې په شهدا ولسوالۍ كې موقعيت لري.
په همدې حال كې د ياد ولايت د مدني ټولنو ځينې فعالان د كورنيو او بهرنيو ګرځندويانو د جذبولو او هغوى ته د اسانتياوو رامنځته كولو لپاره هلته د ګرځندوى ادارې هڅې ستايي او له امنيتي ارګانونو غواړي، چې د بدخشان د توريستي سيمو امنيت په بشپړ ډول ټينګ كړي.
دا په داسې حال كې ده، چې اوس مهال د دغه ولايت وردوج او يمګان ولسوالۍ او ځينې نورې سيمې د وسله والو طالبانو په ولكه كې دي، خو بيا هم ګرځندويان دې ته زړه ښه كوي، چې د بدخشان لرو پرتو سياحتي سيمو ته سفر وكړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA