ټاکل شوې د افغاستان د کرکټ ملي لوبډله د روان ميلادي کال د جولاى مياشتې په يوولسمه نېټه د انګلستان په لارډز لوبغالي کې، چې د نړۍ د کرکټ د کور په نوم يادېږي، د برينډن مک کالم په لوبډلمشرۍ د نړۍ له غوره يوولس کسيزې لوبډلې سره يوه پنځوس اوريزه لوبه ترسره کړي.
دغه سيالي د افغانستان د کرکټ بورډ د عمومي رئيس شکرالله عاطف مشعل او ماريليبون کرکټ کلب مشرتابه ترمنځ د هوکړې له مخې تنظيم شوې ده.
مشعل دا لوبه د هېواد د کرکټ په تاريخ کې د پرمختګ يو نوى فصل ګڼي.
د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې په دې وروستيو زياتې برياوې ترلاسه كړي او کرکټ بورډ تمه لري، چې افغانستان د روان ميلادي کال تر پايه د کرکټ د نړيوالې شورا بشپړ غړيتوب ترلاسه کړي.