د ښځو چارو وزيره دلبر نظري وايي، د سولې په بهير کې بايد ښځو ته د مشرۍ او تصميم نيولو رول ورکړل شي.
دلبر نظري چې په هرات ولايت کې يې د سولې په پروسه کې د ښځو ونډه په نوم کنفرانس کې خبرې کولې زياته کړه، که ښځو ته د سولې په پروسه کې مهم رول ورکړل شي هغوی کولای شي د هېواد د سولې ناکامه پروسه بريالۍ کړي.
د ښځو چارو وزيرې ډاډ ورکړ چې دغه وزارت به د ولايتي رياستونو له لارې په دې برخه کې د ښځو وړتياوې لوړې کړي.
له بل لوري په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر مرستيال پرنيل کاردل چې په دغه کنفرانس کې يې ګډون کړی وو ټينګار وکړ، چې د سولې په پروسه کې د ښځو د رول له ډېرېدو به ملاتړ وکړي.
نوموړي زياته کړه، سوله يوازې د تړونونو په لاسليکولو نه راځي، بلکې د کورنيو او ټولنې ملاتړ ته اړتيا لري.
له بل لوري د هرات والي محمد اصف رحيمي وايي، د دې تر څنګ چې ښځې کولای شي د سولې په پروسه کې فعال رول ولوبوي، کولای شي د ټولنيزو ستونزو په حلولو کې هم مهم رول ولري.