ټاکل شوې نن د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله په يوه نړيواله لوبه کې ويتنام سره مخ شي.
دا لوبه د كابل په وخت نن ماښام شپږ نيمې بجې د تاجکستان پايتخت دوشنبې ښار کې پيلېږي.
افغانستان دا مهال په نړيواله درجه بندۍ کې لږ څه مخکې شوى او کولى شي خپلو سيالو لوبډلو ته ماتې ورکړي.
د افغانستان د فوټبال فدراسيون مسوولينو هيله څرګنده كړې، چې افغان لوبغاړي به خپل ويتنامي سيالان مات كړي.