ads

جمهور رييس غني د ملي شورا د لغوه كولو خبردارى وركړی

جمهور رييس محمد اشرف غني د ملي شورا د لغوه كولو خبردارى وركړى دى.
د ولسي جرګې يو شمېر غړي وايي، جمهور رييس ورته ويلي، كه د امنيتي سكټور وزيران او د ملي امنيت عمومي رييس سلب صلاحيت كړي، نو د يو فرمان په صادرولو سره به ملي شورا لغوه اعلان كړي.

نویسنده: sarwan
5 وری 1396

د ولسي جرګې غړى عبدالرحمن رحماني وايي، جمهور رييس غني ويلي، د كورنيو چارو او ملي دفاع د وزيرانو او د ملي امنيت عمومي رييس د سلب صلاحيت كېدو په صورت كې كه افغانستان په يوه ورځ كې هم سقوط شي، ملي شورا به غير قانوني اعلان كړي.
رحماني ټينګار كوي، چې د هېواد جمهور رييس پر ملي ګټو ولاړ نه دى او په دې كار سره به د هېواد حالت نور هم خراب كړي.
خو د جمهوري رياست د وياند دفتر سرپرست وايي، چې جمهور ريس غني د پارلمان د لغوه کېدو خبره نه ده کړې.
شاه حسين مرتضوي ويلي، د اساسي قانون په رڼا کې د درې ګونو قواوو ترمنځ ګډه همکاري کولی شي چې افغانستان له موجوده ستونزو څخه وژغوري.
د مرتضوي په خبره د تېرو دوو کلونو په موده کې د پارلمان له غړو سره له ۳۰ ډېرې غونډې ترسره شوې دي.
دا په داسې حال كې ده، چې ولسي جرګې له تېرو دوو كلونو راهيسې د اساسي قانون خلاف او د جمهور رئيس د يوه فرمان له مخې خپل كار ته دوام وركړى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA