ads

جمهور رييس ۱۶ ولايتونو ته د درسي کتابونو پر رسولو ټينګار وکړ

جمهور رييس محمد اشرف غني د دفاع وزارت ته لارښوونه کړې چې د پوهنې وزارت سره دې هغو ۱۶ ولايتونو ته د درسي کتابونو په رسولو کې بيړنۍ مرسته وکړي، چې تر اوسه ورته درسي کتابونه نه دي رسيدلي. د پوهنې وزارت د نشراتو رئيس کبير حقمل وويل، ، د جمهور رييس د هدايت پر […]

نویسنده: ISMAT MAYAR
2 وری 1396
جمهور رييس ۱۶ ولايتونو ته د درسي کتابونو پر رسولو ټينګار وکړ

جمهور رييس محمد اشرف غني د دفاع وزارت ته لارښوونه کړې چې د پوهنې وزارت سره دې هغو ۱۶ ولايتونو ته د درسي کتابونو په رسولو کې بيړنۍ مرسته وکړي، چې تر اوسه ورته درسي کتابونه نه دي رسيدلي.

د پوهنې وزارت د نشراتو رئيس کبير حقمل وويل، ، د جمهور رييس د هدايت پر اساس د ملي دفاع وزارت له پوهنې وزارت سره ژمنه کړې، چې د ملي پوځ له وسايطو په استفادې به د راتلونکې اونۍ د شنبې په ورځ د هېواد ۱۶ ولايتونو ته د درسي کتابونو د لېږدولو بيړني عمليات پيل کړي.

د حقمل په وينا ۱۸ ولايتونو ته وړاندې تر دې د پوهنې وزارت د ترانسپورټ پر مټ کتابونه رسول شوي او ۱۶ نورو ولايتونو ته به په يوه اونۍ کې د ملي دفاع وزارت د ترانسپورټ په همکارۍ کتابونه ورسېږي.

ښاغلي حقمل وويل، اتلس نورو ولايتونو ته دوی په ژمي کې د درسي کتابونو پر رسولو توانيدلي دي.

تېره اونۍ جمهور رييس غني د معارف له چارواکو سره غونډه درلوده او په جدي ډول يې ترې غوښتنه کړې، چې زده کوونکو ته هر ډول امکانات برابر کړي.

دا په داسې حال کې چې سبا پنجشنبه د افغانستان سړو سيمو کې نوي تعليمي کال پيليږي يو شمېر ولايتونو ته د درسي کتابونو نه رسېدو اندېښنې راپورته کړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA