ټاکل شوې د افغانستان او ايرلنډ د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ څلورمه يو ورځنۍ لوبه سبا ترسره شي.
دا لوبه به د هند د نوي ډيلي په ګرېټر نويډا لوبغالي كې د افغانستان په كوربه توب د كابل په وخت د سهار په اته نيمو بجو پيل شي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ ترسره شويو درېيو يو ورځنيو لوبو كې دوه افغانستان او يوه ايرلنډ ګټلې ده.
تر دې مخکې افغانستان ايرلنډ ته په درېيو شل اوريزو نړيوالو لوبو کې ماتې ورکړې وې.