ads

پکتیکا کې تفريحي پارکونه نه دي رغول شوي

پکتیکا چې د افغانستان یو لرې پروت ولایت دی، له ډېری اسانتیاوو بې برخې ولایت بلل کېږي او په هغه ډول ورته پاملرنه نه ده شوې چې اوسېدونکي يې هیله لري.

نویسنده: sarwan
30 کب 1395
پکتیکا کې تفريحي پارکونه نه دي رغول شوي

پکتیکا چې د افغانستان یو لرې پروت ولایت دی، له ډېری اسانتیاوو بې برخې ولایت بلل کېږي او په هغه ډول ورته پاملرنه نه ده شوې چې اوسېدونکي يې هیله لري.
اوس د دغه ولایت ځوانان په حکومت نیوکه کوي چې دغه ولایت کې يو پارک هم نه دی رغول شوی. دوی وايي، په نورو سيمو سربېره د دغه ولایت په مرکز کې هم هېڅ ډول ښاري اسانتیاوې وجود نه لري. د پکتیکا د مرکز ښرنې اوسېدونکي وايي، برېښنا نه لري، ترانسپورتي ستونزې يې ډېرې دي، د پوهنې او روغتیا په برخو کې له ننګونو سره مخ دي، خو په دې ټولو سربېره په دغه ولایت کې د خلکو او کورنیو د تفریح لپاره پارکونه او تفريحي سيمې هم نه دي رغول شوي او دغه ولایت په یو ډول هېر شوی دی.
د پکتیکا ولایت اوسېدونکي ميرويس کټوازي کلید ته وویل، په ټوله پکتیکا کې هېڅ پارک او د تفریح سيمه نشته، د ښرنې ښاروالۍ او په ټوله کې ځايي ادارې په دې برخه کې هېڅ هم نه دي کړي. نوموړی زیاتوي، اوس مهال د افغانستان په ډېری ولایتونو او ښارونو کې پارکونه او تفریحي سيمې جوړې شوې دي او دغه ښارونه هم پرې ښایسته شوي دي، خو په پکتیکا ولایت کې هېڅ هم نه دي شوي.
نوموړی ټینګار لري چې د پکتیکا په مرکز ښرنه او له دغه ښار بهر ګڼې ښکلې سيمې شته او که د حکومت له لوري ورغول شي، په ښایسته تفريحي سيمو بدلېدای شي، خو د نوموړي په خبره، تر دې مهاله دغسې څه نه دي ترسره شوي: (( موږ ډېر مناسب ځایونه لرو؛ لکه د سردې بند چې د کابل د قرغې بند ته ورته منظره لري او هماغه ډول تفريحي سيمه ترې جوړېدای شي.)) د دې تر څنګ د پکتیکا ولایت اوسېدونکي نعمت الله کلید ته وویل، د پکتیکا ولایت د مرکز او یو شمېر ولسوالیو خلک اوس مهال پرمختللی ژوند لري او اقتصادي حالت يې هم ښه شوی دی، خو په دغه ولایت او د ولایت په مرکز کې هېڅ ډول تفريحي سيمه نشته.
نوموړي دولت او په ځانګړي ډول د دغه ولایت ښاروالي په ناغېړۍ تورنه کړه او ټینګار يې وکړ چې دغسې څه د حکومت او ولس ترمنځ واټن زیاتولای شي: ((پارکونه د خلکو او کورنیو د تفريح لپاره خورا مهم دي، انسان هر څه ته اړتیا لري، هم باید کار وکړي او هم باید تفريح وکړي، خو پکتیکا کې هېڅ پارک نشته، هر ولایت کې جوړ شوي، خو زموږ ښاروالي نه پوهېږم په څه بوخته ده.))
نعمت الله د حکومت تر څنګ له سوداګرو هیله کوي چې په دغه ولایت کې د پارکونو په جوړولو پانګونه وکړي او د تفريح مناسبې سيمې جوړې کړي. نوموړی وايي، دغه کار به له یوه لوري سوداګرو ته ګټه وکړي او له بل لوري به د دغه ولایت خلک د تفريح لپاره مناسب ځایونه ومومي.
له بل لوري د پکتیکا ښاروال انجنير عبدالکريم هم مني چې په دغه ولایت کې د پارکونو د جوړولو په برخه کې کار نه دی شوی. نوموړی وايي، یوازې د ښاروالۍ زوړ پارک څو ځلې ترميم شوی، خو بیا هم د دې وړ نه دی چې خلک ترې ګټه واخلي.
عبدالکريم ډاډ ورکوي چې د راتلونکي کال لپاره د دوی په پلانونو کې د پارکونو جوړول هم شامل دي چې یا به د ښاروالۍ له بودجې او یا هم د سوداګرو له لوري ورغول شي. د یادولو ده چې اوس مهال په ټوله پکتیکا کې یوازې د ښاروالۍ زوړ پارک وجود لري چې په هغه کې هم د کرکټ لوبې ترسره کېږي او د نورې تفريح وړ نه دی. که څه هم دغه پارک په ځلونو ترميم شوی هم دی، خو پر هغې سربېره هم د خلکو او کورنیو د تفريح لپاره نه دی چمتو شوی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA