د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، د کرولا او موټر سايکل د ټکر له امله درې تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار دوالي وياند عطاالله خوګياڼي کليد ته وويل، چې نن سهار ۷ بجې د بهسودو ولسوالۍ اړوند د حلقوي سړک په سيمه کې ديوې کرولا او موټر سايکل د ټکر له امله پر موټر سايکل سپور کس وژل شوی او په کرولا موټر کې ناست دوه تنه ټپيان شوي دي.
نوموړی وايي، ټپيان روغتون ته ليږدل شوي چې اوس مهال يې روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ دی.
د والي وياند ددغه پيښې علت پر موټر سايکل سپور بې احتياطي په ګوته کړه.
ننګرهار کې ډير کله ترافيکې پيښې د موټر سايکل چلوونکو د تېز سرعت او بې احتياطۍ له امله رامنځ ته کيږي، چې په لسګونه ځوانانو پکې خپل ژوند له لاسه ورکوي.