ads

د دمشق ښار څنډو كې حکومتي ځواکونو او وسله والو سخته نښته كړې

د سوريې پايتخت دمشق کې ځايي اوسېدونکي وايي، د ښار څنډو کې د حکومتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ سخته نښته شوې ده.
دوى زياتوي، وسله والو ناڅاپي بريد کړى او د ښار په منځ کې د توپو او راکټونو مرمۍ لګېدلې دي.

نویسنده: sarwan
30 کب 1395
د دمشق ښار څنډو كې حکومتي ځواکونو او وسله والو سخته نښته كړې

د سوريې پايتخت دمشق کې ځايي اوسېدونکي وايي، د ښار څنډو کې د حکومتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ سخته نښته شوې ده.
دوى زياتوي، وسله والو ناڅاپي بريد کړى او د ښار په منځ کې د توپونو او راکټونو مرمۍ لګېدلې دي.
د پېښو څارونکي وايي، وسله والو د جګړې پر لومړۍ حکومتي کرښې له بريد مخکې جوبار سيمه کې دوه موټربم بريدونه کړي دي.
د پوځ له لوري د بريد ځواب د هوايي بمبارۍ له لارې ورکړل شوى دى.
د سوريې د دولتي رسنيو په رپوټونو کې ويل شوي، چې د بريد لپاره پټ کېندل شوي تونلونه هم کارول شوي دي.
د دمشق شاوخوا کې يوازې يو څو سيمې د ياغيانو لاس کې دي او جوبار د ښار منځ ته نږدې سيمه ده.
د دغې جګړې ځپلې سيمې د کنټرول لپاره د حکومتي ځواکونو او وسله والو ياغيانو ترمنځ له دوو کلونو راهيسې نښتې کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA