پاکستاني پوځي چارواکو ادعا كړې، چې هند سره پر ګډه پوله کوټ کتيره سيمه کې د ډزو په نتيجه کې يوه مېرمن ټپي شوې ده.
د پاکستان د پوځي ادارې مطبوعاتي څانګې په خپره کړې اعلاميه کې ويلي، چې هندي سرحدي ځواکونو د پاکستان پر مېشت ځايونو د سپکو او درنو وسلو ډزو سره د ځاني زيان ترڅنګ مالي زيانونه هم اړولي دي.
د پوځ په وينا، ځواکونو يې پر هندي لوري ځوابي بريد سره مقابل لورى دې ته اړ کړ، چې د ډزو لړۍ ودروي.
بايد ياده شي، چې له تېرو دوو کلونو راهيسې د کشمير او پنجاب ايالت په ګډ سرحد کې د دواړو هېوادونو د پوله ساتو ترمنځ جګړو زور اخيستى، چې له كبله يې دواړو لوريو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.