ads

میرخان او د معیاري سندرو ویلو هڅه

میر خان د افغانستان د وتلي سندرغاړي عبدالله مقري زوی دی چې د خپل پلار هنر یې پاللی دی او د موسيقۍ ډګر ته راروان دی. نوموړی وايي، له سندرو سره مينه لري او په موسيقۍ مين دی، هغه په ۱۳۶۸لمريز کال په کابل کې زېږېدلی او له اره د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ اوسېدونکی دی. میرخان وايي، له ماشومتوبه يې له سندرو سره بې کچې مينه لرله، له همدې کبله ترې لرې نه شو پاتې کېدای: ((له سندرو سره مې علاقه ډېره وه او ترې لرې پاتې کېدل راته ګران ښکارېدل، له همدې کبله مې دې هنر ته مخه کړه، بل سبب دا دی چې دا هنر مينه خوروي.))

نویسنده: The Killid Group
7 کب 1395
میرخان او د معیاري سندرو ویلو هڅه

میر خان د افغانستان د وتلي سندرغاړي عبدالله مقري زوی دی چې د خپل پلار هنر یې پاللی دی او د موسيقۍ ډګر ته راروان دی. نوموړی وايي، له سندرو سره مينه لري او په موسيقۍ مين دی، هغه په ۱۳۶۸لمريز کال په کابل کې زېږېدلی او له اره د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ اوسېدونکی دی. میرخان وايي، له ماشومتوبه يې له سندرو سره بې کچې مينه لرله، له همدې کبله ترې لرې نه شو پاتې کېدای: ((له سندرو سره مې علاقه ډېره وه او ترې لرې پاتې کېدل راته ګران ښکارېدل، له همدې کبله مې دې هنر ته مخه کړه، بل سبب دا دی چې دا هنر مينه خوروي.))
میــرخـان لـس کالــه وړاندې د هېواد له تکړه سندرغاړي فرهاد دريا سره په دوبۍ کې ويني، دریا له موسيقۍ ســره د ميـرخـان مينه او د ده استعـداد سـره پرتله کوي، هغه ته موقع ورکوي چـې په لومړي ځـل په سټېج له ده سره يو ځای سندره ووايي: ((فرهاد دریا مې د اواز ډېره ستاينه وکړه، هغه زما لارښود دی، زما استاد دی او زما اتل دی. ډېره مرسته يې راسره وکړه، هغه په ۲۰۱۳کال د دوبۍ ښار په يوه کنسرت کې وخت راکړ چې يو ځای سندره ورسره ووايم.))
ميرخان وايي لومړی استاد یې خپل پلار عبدالله مقری دی او په دې شرط يې د سندرو ويلو اجازه ورکړې چې معیاري سندرې به وايي: ((زه په ډېر وياړ سره ويلای شم چې د هېواد د ملي سندرغاړي عبدالله مقري زوی يم. له هغه مې ډېر څه زده کړي دي. د خپل هنر په برخه کې د خپل پلار او فرهاد دريا دواړو د مينې ډېر ډېر پوروړی یم.))
سره له دې ميرخان تر اوسه يوازې دوې سندرې ويلې دي، خو په دې لنډه موده کې ډېرو هېوادوالو پېژندلی دی او د سندرو ستاينه يې کوي: ((تر اوسه مې يوازې دوه سندرې (بښنه پښتو سندره او باد صبايي دري سندره) ويلې دي، دواړې سندرې خلکو ډېرې خوښې کړې دي او مينه يې راکړې ده.))
ميرخان اوس په دوبۍ کې اوسېږي، هغه د دوبۍ له کيمبريج ليسې څخه په ۱۹۸۸میلادي کال فارغ شوی دی او وروسته يې په دوبۍ کې له (اي اېم ډي ای) پوهنتون څخه د غونډو او مجلسونو د تنظيم په برخه کې ديپلوم اخيستی او اوس په دوبۍ کې د نندارتونونو او غونډو د تنظيمولو شرکت لري.
میرخان د سندرو زدهکړه يوازې خپلې تجربې بولي او دا چې په يوه هنرمنده کورنۍ کې لوی شوی دی، نو له همدې کبله يې ډېرو زدهکړو ته اړتیا نه ده پاتې شوې خو هيله لري چې د هنر په برخه کې د ماسټرۍ تر کچې زده کړې وکړي. میرخان وايي چې خپله شاعر نه دی، خو د شعر په ټاکنه کې خپل کلتور، ښه پيغام او دا چې د پېژندل شوو شاعرانو شعر وي ډېر پام کوي.
میرخان وايي چې د موسيقۍ په الاتو کې یې ګيتار او پیانو ډېر خوښ دي او يو څه شرنګ ترې پورته کولی شي. هغه تر اوسه واده نه دی کړی، پنځه وروڼه او دوه خويندې لري. وايي چې ښه پخلی کولی شي کوفته، تور بانجان او بحري خواړه ښه پخوي او د خوښې خواړه يې دي.
ميرخان له خپلو هېوادوالو هيله کوي چې د جګړې په ځای پوهې، قلم او کتاب ته مخه کړي: ((موږ جګړو ځپلي يو، په اوسنيو حالاتو کې یوازې د علم او پوهې له لارې کولای شو چې ځان د نېکمرغۍ پولو ته ورسوو او له نړی سره سیال شو.))
ميرخان وايي چې په نژدې راتلونکي کې په ډېرو هېوادونو کې کنسرتونه لري او هيله لري چې د خپلو هېوادوالو له ذوق سره سم کنسرتونه وړاندې کړي. هغه هېوادوالو ته زېری ورکوي چې ډېر ژر به د (بود نه بود) تر عنوان لاندې يوه دري سندره دوی ته وړاندې کړي چې شعر يې د يما يکنمش او کمپوز او موسيقي ېې هم د فرهاد دريا دي. ميرخان له خپلو هېوادوالو مننه کوي چې هغه ته مينه ورکوي او درناوی يې کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA