ads

د غزني پر واغز ولسوالۍ د وسله والو ډله ايز بريد پر شا تمبول شوی

امنيتي چارواکي وايي، د غزني ولايت پر واغز ولسوالۍ يې تېره شپه د وسله والو طالبانو ډله ييز بريد پر شا تمبولی دی.

نویسنده: The Killid Group
7 کب 1395
د غزني پر واغز ولسوالۍ د وسله والو ډله ايز بريد پر شا تمبول شوی

امنيتي چارواکي وايي، د غزني ولايت پر واغز ولسوالۍ يې تېره شپه د وسله والو طالبانو ډله ييز بريد پر شا تمبولی دی.
د غزني د امنيې قومندانۍ وياند فهيم امرخېل کليد ته وويل، چې ګڼ شمېر وسله والو تېره شپه د واغز ولسوالۍ پر مرکز او شاوخوا امنيتي پوستو ډله ايز بريدونه کړي وو، چې په وينا يې د دواړو لورو ترمنځ نښتو تر نن سهاره دوام درلود.
امرخېل وايي، وسله والو د واغز ولسوالۍ د سقوط پلان درلود خو په وينا يې د پوليسو د کلک مقاومت په پايله کې شاتګ ته اړ شوي دي.
د هغه په وينا د دغو نښتو په پايله کې د دولت ۶ وسله وال مخالفين او يو پوليس سرتېری وژل شوي او د يوه پوليس په ګډون ۴ وسله وال ټپيان شوي دي.
هاخوا د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا کليد ته په را استولي ټليفوني پيغام کې ادعاکړې، چې تېره شپه يې پر واغز ولسوالۍ د وسله والو د بريد په پايله کې ۳ امنيتي سرتېري وژلي او ۲ تنه يې ټپيان کړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA