سيمه ييز چارواکي وايي، د کندوز لپاره د طالبانو نومول شوی والي له خپلو څلورو ملګرو سره په يوه ځانمرګي بريد کې ټپي شوی دی.
په شمال ختيځ زون کې د پوليسو د ۸۰۸ سپين زر زون قومندان شير عزيز کامه وال کليد ته وويل، چې د کندوز لپاره د طالبانو په نومول شوي والي ملا عبدالسلام دغه بريد نن په دشت ارچي ولسوالۍ کې شوی دی.
نوموړي زياته کړه چې په دغه بريد کې د ملا عبدالسلام په ګډون پنځه تنه ټپيان شوي دي.
په همدې حال کې د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، چې د ملا عبدالسلام وژل کېدو آوازه حقيقت نه لري.
تر دې وړاندې د ۲۰۱۵ کال په سپتمبر کې هم د افغانستان د ملي امنيت ادارې د کندوز لپاره د طالبانو نومول شوي والي مولوي عبدالسلام د وژل کېدو خبر خپور کړی و چې هغه مهال هم د طالبانو لخوا رد شو.