كابل ښاروالۍ په دې اداره كې د بيروكراسۍ يا كاغذ پرانۍ د كمولو په هدف د اداري اصلاحاتو كمېسيون سره يو هوكړه ليك لاسليك كړ.
د ښاروالۍ ادارې ته د خلكو د مراجعې د ورځو كموالى، په دې اداره كې د كاري پروسې ساده كول او د مشخصو كارونو تقسيم بندي د دې هوكړه ليك مهمې برخې جوړوي.
د كابل ښاروالۍ لخوا خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې د استحقاقي ځمكو وېش، لومړۍ قواله، د صفايي محصول اخيستل، استملاك او ځينې نورې برخې په دې هوكړه ليك كې شاملې دي.
د كابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو مرستيال مسيح الله محبوب د ښاروالۍ په كاري پروسه كې د اصلاحاتو راوستل د خلكو د سرګردانۍ د مخنيوي لپاره مهم بولي.
هغه وايي، د كاري پروسې ساده كول په ښاروالۍ كې د فساد مخه نيسي.
نوموړى زياتوي، تر دې مخكې يو كس په كابل ښاروالۍ كې د استحقاقي ځمكو د وېش لړۍ د تعقيب لپاره مجبور و لږ تر لږه له ۱۲۵ تر ۲۲۵ ورځو سرګردانه وي، خو اوس دغه پروسه په اتو ورځو كې بشپړېږي.