ads

امرخېل: د افسرانو ترفيعات په سياسي اړيكو او په پيسو دي

د غزني امنیه قومندان وایي امين  الله امرخېل وايي، په کورنیو چارو وزارت كې پولیس افسرانو ته د ترفیع په ورکولو او مقرریو كې درغلي کېږي او هغه کسان ورڅخه برخمن کېږي، چې له چارواکو سره  ګوندي او سیاسي اړيكې يا هم پيسې ولري. امين الله امرخېل ياده ادعا په داسې حال كې كړې چې […]

نویسنده: The Killid Group
30 زمری 1395
امرخېل: د افسرانو ترفيعات په سياسي اړيكو او په پيسو دي

د غزني امنیه قومندان وایي امين  الله امرخېل وايي، په کورنیو چارو وزارت كې پولیس افسرانو ته د ترفیع په ورکولو او مقرریو كې درغلي کېږي او هغه کسان ورڅخه برخمن کېږي، چې له چارواکو سره  ګوندي او سیاسي اړيكې يا هم پيسې ولري.

امين الله امرخېل ياده ادعا په داسې حال كې كړې چې وړمه ورځ د هېواد د خپلواکۍ د ۹۷ مې کلیزې په ویاړ جمهور رئيس غني د کورنیو چارو وزارت لسګونه پولیس افسرانو او جنرالانو ته د ترفیعاتو تر څنګ دولتي مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل.

د غزني ولایت له امنیه قومندانۍ څخه کلید ته په را استول شوې خبر پاڼه كې په دې اړه د امنیه قومندان مل پاسوال امین الله امرخیل له قوله راغلي، چې د کورنیو چارو وزارت ترفیعات او دولتي مډالونه د تنظیمي اړیکو او پیسو په بدل كې ویشي او په دې برخه كې عدالت او وړتیا په پام كې نه نیول کېږي.

خبرپاڼه د امنیه قومندان له قوله لیكې، ډېری بې طرفه او بې واسطې پولیس افسران او جنرالان شته، چې شپه او ورځ له هېواد څخه د دفاع په سنګرونو كې اوسي، خوپه تېرو ۱۵ کلونو كې ورته یوه ترفیع هم نه ده ورکړل شوې، حال دا چې د امرخېل په وينا  يو شمېر افسرانو چې تر اوسه يې د جګړې ډګر هم نه دى ليدلى  په كال كې دوه ځله ترفيع اخيستې ده: ((د ډېر افسوس ځای دی، چې کورنیو چارو وزارت، ملي امنیت شورا او ارګ په دې بې عدالتیو سره خپله ملي امنیتي ارګانونه سیاسي کړي دي او دغه ستره بې عدالتي زموږ د هېوادوالو له نظره نده پټه.))

خبرپاڼې په دې اړه نور جزيات نه دي خپاره كړي، چې دا كسان څوك دي، خو زياته كړې يې ده چې د پولیسو په لیکو كې هغه کسان چي ګوندي ملاتړ او واسطه ولري په لنډ وخت كې سترو نظامي رتبو ته رسیدای شي او هغه کسان، چې هر څومره استعداد او وړتیا ولري، خو ګوندي ملاتړ او پیسې ونه لري، نو کلونه- کلونه نه شي کولای حتى یوه عادي ترفیع او نظامي رتبه ترلاسه کړي.

هڅه مو وکړه، په دې اړه د کورنیو چارو وزارت د ویاند او یا هم مرستیال ویاند نظر واخلو، خو له مکررو ټلیفوني تماسونو سره سره یې د ځواب په اخیستو بریالي نه شوو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA