د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې، په دې پېښه کې تر اوسه ۲۸۶ کسان وژل شوي، ۱۵۱ نور نادرکه دي او دغه راز یې له زرو ډېر کسان ټپیان کړي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په وژل شویو کې ډېر یې مېرمنې او ماشومان دي.
ویل کېږي چې د زلزلې له کبله په جاوا ټاپو کې یو کلی بشپړ وران شوی دی.
د معلوماتو له مخې، په دغې زلزلزله کې شاوخوا ۲۲ زره کورونه نړېدلي او لږ تر لږه ۸۵ زره کسان اوس په لنډ مهاله سرپناوو کې ځای پرځای شوي دي.