نوموړي د عبدالعلي مزاري د ۲۶م تلين د يادغونډې په مناسبت په يوه ويډيويي پيغام کې ويلي، اوس یې وخت رسېدلی چې افغانان خپل حق او غوښتنو ته ورسېږي.
جمهور رییس ټينګار کړی چې ټولنیز عدالت او باعزته سوله د اوسنيو خبرو اترو لپاره مهم دي.
بلخوا د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد يو ځل بيا ټينګار کړی چې د افغانستان حکومت او طالبان بايد يوې سياسي هوکړې او تلپاتي اروبند ته د رسېدو لار پيدا کړي.
هغه په خپله ټوېټرپاڼه ليکلي، له افغان چارواکو سره یې د خپلو ليدنو پر مهال هغوی ته د سولې پروسې د پرمخ وړلو لپاره بېلابېل وړاندیزونه کړې دي.
پر دې سربېره د جمهور رییس دویم مرستيال محمد سرور دانش بیا وايي، طالبان لا هم د عادلانه سولې ټينګښت په فکر کې نهدي.
د دانش په خبره طالبان د سياست حذفېدو او انحصار په لټه کې دي.
په امنیتي او سیاسي چارو کې د جمهور رییس سلاکار محمد محقق بيا وايي، د امارات اسلامي منل عاقلانه کار نهدی.
د محقق په خبره، افغانان د داسې عادلانه او تلپاتې سولې غوښتوونکي دي چې د دوی ارزښتونه او لاسته راوړنې خوندي پاتې شي.
هغه زياته کړه، طالبان له سياسي رهبرانو غوښتي چې له هغوی سره دې بيعت وکړي.
د اسلامي حزب مشر ګلبدين حکمتيار بيا په يو خبري کنفرانس کې په قطر کې د حکومت او طالبانو ترمنځ مذاکرات د وخت ضایعې بللې او زياته کړې چې دغو مذاکراتو هېڅ لاسته راوړنه نهده لرلې.
حکمتيار ټينګار کړی چې جمهوري رياست د سولې پروسې پر وړاندې خنډ دی.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي کابل ته د خپل سفر په جريان کې له سياسي مشرانو سره د کتنې پر مهال هغوی ته د مشارکتي حکومت طرحه وړاندې کړې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ