د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي کلید ته وویل، نن سهار نهه بجې وسلوالو د پنجوايي ولسوالۍ اړوند په زلخان کلي کې ماین ځای پر ځای کړی و، چي د ملکې خلګو پر موټر چاودلی دی.
د بارکزي په خبره، په دې پېښه کې څلور کسان وژل شوي او شپږ کسان ټپیان دي چي ټول د یوې کورنۍ غړي دي.
که څه هم وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو امنیتي چارواکې ادعا کوي چي دغه ماین د وسلوالو طالبانو له خوا ځای پر ځای شوی و.