د روغتیا نړیوال سازمان خبر ورکړی چې په ټوله نړۍ کې د کرونا وېروس په ډېرې چټکۍ سره خپرېږي او دا د اندېښنې وړ خبره ده.
ددې سازمان مشر ډېډروس پرون ناوخته یوې خبري غونډې ته وویل، چې لومړی ددې وېروس سل زره مثبتې پېښې په ۶۷ ورځو کې ثبت شوې وې، خو دوېیم ځل سل زره پېښې ۱۱ ورځو کې ثبت شوې او دریم ځل سل زره مثبتې پېښې یوازې ۴ ورځو کې ثبت شوي دي چې دا په نړۍ کې ددې وېروس د چټکې خپرېدا ښګارندویه کوي.
د روغتیا نړیوال سازمان مشر همدارنګه وویل، چې ددې وېروس مخنیوي لپاره د نړۍ له شلو لویو اقتصادي هېوادونو له مشرانو سره یوه ناسته برابروي، ترڅو ددې وېروس د مخنیوي لپاره ښه تدابیر ونیول شي.
د راپورونو له مخې په ټوله نړۍ کې د کورونا وېروس مثبتې پېښې له درې نیم لکو اوښتې دي او کابو ۱۵ زره کسان یې وژلي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ