د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ وايي، د روانې ميلادي مياشتې تر پايه له طالبانو سره د سولې هوكړې ته د رسېدو لپاره هيله بښونكې نښې موجودې دي.
هغه دا خبره د پنجشنبې په ورځ په يوه راډيويي مركه كې وكړه.
ټرمپ وويل، فكر كوي، چې يوې احتمالي هوكړې ته رسېدل ډېر نېږدې دي او په دې اړه ښه چانش شته دى.
بلخوا د امريكا د دفاع وزير مارك اسپر د بلجيم په پايتخت بروكسل كې خبريالانو ته ويلي، چې متحد ايالتونه او طالبان په افغانستان كې د يوې اونۍ لپاره د تاوتريخوالي كمېدو پر وړانديز غږېدلي دي.
خو د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو بيا وايي، واشنګټن او طالبانو په افغانستان کې د اوو ورځو لپاره د تاوتريخوالي پر کمېدو هوکړه کړې، چې دې ته د امريکايي پوځيانو د ممکنه وتنې په لور د يوه گام په سترگه کتل کېږي.
له اوږدې مودې راهيسې د طالب او امريكايي استازو ترمنځ مذاكرات روان دي، خو طالبانو تر دې دمه له افغان حكومت سره، چې د بشپړ اوربند غوښتونکى دى، د سولې خبرو ته غاړه نه ده ايښې.