جمهور رئيس محمد اشرف غني د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ نن سهار د ننګرهار هسكې مېنې ولسوالۍ ته لاړ او هلته يې د تېرې جمعې ورځې پېښې د قربانيانو له کورنيو سره غمشريكي وكړه.
هغه يو ځل بيا ياده پېښه وغندله او د انسانيت، اسلاميت او افغانيت خلاف عمل يې وباله.
جمهور رئيس غني د هسكې مېنې ولسوالۍ د چاودنې عاملينو د نيولو غوښتنه وکړه او په ننګرهار كې يې د داعش ډلې پر له منځه وړلو ټينګار وکړ.
د هېواد له جمهور رئيس سره په دې سفر كې د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب، د مشرانو جرګې رئيس فضل الهادي مسلميار او يو شمېر نور لوړپوړي چارواکي ملګري وو.
وړمه ورځ د ننګرهار د هسكې مېنې ولسوالۍ د جودرې سيمې په يوه جومات كې د جمعې لمانځه په مهال چاودنې ۷۳ تنه ووژل او له ۶۰ زيات يې ټپيان كړل.
دا پېښه، چې تر دې دمه يې مسووليت چا نه دى منلى او وسله والو طالبانو په كې خپل لاس لرل رد كړي، په پراخه كچه وغندل شوه.