۲۰۹ شاهين قول اردو وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو كې په بلخ كې لسګونو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
له دې قول اردو څخه نن د خپرې شوې خبرپاڼې پر بنسټ، د شولګرې ولسوالۍ په سياه اب او د چمتال ولسوالۍ په ارزنكار كليو كې د جګړې او هوايي بريدونو په ترڅ كې ۳۶ طالبان وژل شوي او ۱۳ تنه نور ټپيان دي.
د سرچينې په خبره، په دې پېښو كې د طالبانو څلور موټر سايكلونه هم له منځه يووړل شول.
۲۰۹ شاهين قول اردو همدارنګه وايي، په بلخ كې په مخامخ جګړو كې څلور امنيتي سرتېري هم وژل شوي او نهه تنه نور ژوبل دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.