د ننګرهار په تورخم ښارګوټي او روداتو ولسوالۍ کې پوليسو له درېيو تنو سره په درې عرادو موټرونو کې ۸۶۵ قرصه ټابلېټ کا او ۱۲۷ کيلو ګرامه چرس ونيول.
د دې ولايت د رسنيو دفتر د معلوماتو له مخې، پوليسو په تورخم ښارګوټي کې د صدام په نوم له يوه تن سره په سراچه ډوله موټر کې ۸۶۵ قرصه ټابلېټ کا نيولي، چې په ياد موټر کې يې په ډېر مهارت سره ځاى پر ځاى کړي وو.
سرچينه وايي، په ورته وخت کې په روداتو ولسوالۍ کې له دوو تنو سره په دوه عرادو کرولا ډوله موټرونو کې ۱۲۷ کيلو ګرامه چرس نيول شوي دي.
د سرچينې په خبره، نيول شوو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړى او د ننګرهار په امنيه قوماندانۍ کې تر نورو پوښتنو لاندې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ