د هرات پوليسو په دغه ولايت كې درې ترهګر په ټپي حالت كې نيولي دي.
د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالاحد وليزاده كليد ته وويل، دا ترهګر د ۶۴ متره سړك په سيمه كې د هرات ښار د پنځمې امنيتي حوزې له پوليسو سره ونښتل، چې په پايله كې يې درې واړه ټپيان او ونيول شول.
د هغه په وينا، يادو كسانو غوښتل د هرات ښار په پنځمه ناحيه كې ترور او وسله واله غلا وكړي.
وليزاده زياته كړه، له نيول شوو كسانو يو ميل تومانچه او يو عراده موټر سايكل ترلاسه شوى دى.
د هرات د امنيه قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، په دې ولايت په تېرو څو مياشتو كې د بېلابېلو جرمونو په تور شاوخوا ۱۹۰۰ كسان نيول شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ