په فارياب كې د امنيتي ځواكونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د جګړې له كبله دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د فارياب د امنيه قوماندانۍ وياند كريم يورش كليد ته وويل، طالبانو تېره شپه شاوخوا اته بجې د قيصار ولسوالۍ په اركليك سيمه كې پر امنيتي پوستو بريد وكړ او جګړه د نن سهار تر څلورو بجو روانه وه.
د هغه په وينا، په دې جګړه كې د مولوي عصمت الله عصمت يار په نوم د يوه سرګروپ په ګډون ۱۸ طالبان وژل شوي او اته تنه نور ټپيان دي.
يورش زياته كړه، د نښتې په مهال درې امنيتي سرتېري هم وژل شوي او څلور نور ژوبل دي.
وسله والو طالبانو بيا په ياده نښته كې د ۱۱ افغان سرتېرو د وژلو او درېيو نورو د ټپي كولو ادعا كړې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ