جمهور رئیس محمد اشرف غني وایي، افغانستان یو ځل بیا د تاریخ په مهم پړاو کې ولاړ دی او اوس هغه وخت را رسېدلی، چې افغانان د شوروي په وړاندې د برحق جهاد د شهیدانو ارمانونو ته ورسېږي.
نوموړي دغه څرګندونې نن په یوه ویډیویي پیغام کې له افغانستانه د شوروي اتحاد د وتلو د ۳۰مې کلیزې په نمانځغونډه كې وكړې، چې په ارګ كې جوړه شوې وه.
جمهور رئیس غني له طالبانو سره د سولې روانو خبرو ته په اشارې وویل، دوی په هېواد کې تلپاتې سوله غواړي او د څو ورځنۍ سولې غوښتونكي نه دي.
په ورته وخت کې د جمهور رئیس دوهم مرستیال سرور دانش وایي، دوی د سولې خبرو ملاتړ کوي، خو د سولې هغه طرحې د حل لار نه بولي، كومې چې افغانستان یو ځل بیا تېرو وختونو ته ګرځوي.
نوموړي زیاته کړه، د سولې طرحې باید داسې مدیریت شي، چې افغانستان د تاریخ له تکراره وژغوري.
دانش وویل، د هېواد اساسي قانون د نړۍ د اسلامي هېوادونو په کچه یو غوره قانون دی او په دغه قانون کې هر ډول تعدیل باید له قانوني لارو رامنځته شي، نه د امتیاز او د نورو د غوښتنو پر بنسټ.
په ورته وخت کې د ملي يووالي حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وایي، سوله د چا شخصي ملکیت نه دی او ورته د رسېدو لپاره لازمه ده، چې د نظر يووالى رامنځته شي.
د ده په وينا، واقعي سولې ته د رسېدو لپاره چمتو دی، چې له خپلې دندې لرې شي.
د يادونې وړ ده، چې ۴۰ كاله وړاندې پخواني شوروي اتحاد پر افغانستان پوځي يرغل وکړ، خو د افغان ولس له نېږدې يوې لسيزې مقاومت وروسته يې له دغه هېواده پښې سپکې کړې.
شوروي د ١٣٥٨ لمريز كال د مرغومي مياشتې په شپږمه نېټه د وخت په عصري وسلو سمبال پوځ د حيرتان بندر له لارې افغانستان ته داخل کړ، ترڅو د خپل لاسپوڅي نظام ستنې ټينګې كړې او په دې توګه خپلو اوږدمهالو هدفونو ته ورسېږي.
خو دغه پوځيان د افغان ولس له ټينګ مقاومت سره مخ شول او له نېږدې لس کلن يرغل وروسته بېرته له دې خاورې ووتل.