د بلخ په چهاربولك او دولت اباد ولسواليو كې پر دوو امنيتي پوستو د وسله والو طالبانو په بريدونو كې ۱۳ سيمه ييز پوليس او ولسي پاڅون كوونكي وژل شوي دي.
د دې ولايت د والي وياند منير احمد فرهاد كليد ته وويل، طالبانو تېره شپه په چهاربولك ولسوالۍ كې د سيمه ييزو پوليسو پر يوې امنيتي پوستې بريد وكړ او په جګړه كې ۱۲ سيمه ييز پوليس او ولسي پاڅون كوونكي ووژل شول.
د هغه په وينا، د دولت اباد ولسوالۍ پر يوې امنيتي پوستې بيا د طالبانو په بريد كې يو ولسي پاڅون كوونكى وژل شوى دى.
د بلخ امنيتي چارواكو په دغو نښتو كې د دولت وسله والو مخالفينو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې تړاو خپل نظر نه دى څرګند كړى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ