که تر راتلونکو اتو ورځو افغانستان د كركټ د ۲۰ اوريزو لوبو په نړيواله درجه بندۍ کې تر لسم مقام شا ته رانه شي، نو په لومړي ځل به د ۲۰۲۰م ميلادي کال د ۲۰ اوريزو لوبو نړيوال جام ته د غوراوي له سياليو پرته لار ومومي.
افغانستان اوس مهال د ۲۰ اوريزو لوبو په درجه بندۍ کې اتم مقام لري.
مخکې افغانستان د نړيوال جام لپاره د غوراوي سيالۍ ترسره کولې، خو دا ځل که د روانې ډسمبر مياشتې تر ۳۱مې نېټې خپل اوسنی ځای وساتي، کولای شي له کومو سياليو پرته او نېغ په نېغه د ۲۰۲۰م ميلادي کال نړيوال ۲۰ اوريز جام ته لار پيدا كړي.
د ۲۰ اوريز نړيوال جام سيالۍ په اسټراليا كې د ۱۶ كركټ لوبډلو په ګډون ترسره کېږي.