لويې څارنوالۍ د افغانستان د فوټبال فدراسيون د رئيس کرام الدين کريم په ګډون د دغه فدارسيون د شپږو کارکوونکو دندې ځنډولې دي.
دا خبره د جمهور رئيس سلاكار فاضل فضلي نن پر خپلې ټويټر پاڼې كړې ده.
بريتانوۍ ورځپاڼې ګارډين څو ورځې وړاندې د ځينو سرچينو له قوله راپور خپور كړ، چې په كې د فوټبال د افغان ښځينه لوبغاړو د جنسي او فزيكي ځورونې ادعاوې شوې وې، خو د افغانستان د فوټبال فدراسيون چارواکو دا ادعاوې بې بنسټه وبللې.
وروسته جمهور رئيس محمد اشرف غني لويې څانوالۍ ته دنده وسپارله، چې د فوټبال د افغان ښځينه لوبغاړو د جنسي ځورونې تورونه په هراړخيزه توګه وڅېړي.
لوى څارنوال محمد فريد حميدي له جمهور رئيس غني سره په ليدنه كې ژمنه وكړه، چې په دې تړاو به هراړخيزې، كره، رڼې او منصفانه څېړنې ترسره شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ