د بادغيس امنيتي چارواكي په دغه ولايت كې د دوو ديني عالمانو د قتل په تور د څلورو كسانو د نيولو خبر وركوي.
د بادغيس امنيه قوماندان احمد فهيم قايم وايي، نيول شوو كسانو څه موده وړاندې ياد ديني عالمان په آب كمري ولسوالۍ كې ووژل او له سيمې وتښتېدل.
د نوموړي په خبره، دا پېښه له يوه غره د سون توكو راټولولو پر سر تر لفظي شخړې وروسته رامنځته شوه، چې په ترڅ كې يې يو تن ټپي هم شو.
قايم زياتوي، تورن كسان د آب كمري ولسوالۍ په بلند كوه سيمه كې د امنيتي ځواكونو تر شاوخوا ۱۲ ساعته هڅې وروسته له دوه ميله وسلو سره ونيول شول.
د بادغيس امنيه قومانداني ډاډ وركوي، چې د دغه ولايت د امنيت ټينګښت لپاره جدي هڅې كوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ