د ايران او سوريې د دفاع وزيرانو د پوځي همكاريو او د جګړې ځپلې سوريې د بيارغونې هوكړه ليك لاسليك كړ.
د ايران د دفاع وزير امير حاتمي دمشق ته د دوه ورځني سفر په مهال وويل، سوريه د بحران له پړاوه د بيارغونې لور ته په حركت كې ده.
حاتمي په داسې حال كې سوريې ته سفر كړى، چې امريكا او اسراييل په دغه هېواد كې د ايران د حضور د پاى ته رسېدو غوښتنه كړې ده.