د هلمند یوه برخه ماشومان اوسمهال له سختو او درنو کارونو سره مخ دي. دوی ښوونځي ته هم نه ځي او راتلونکې يې تياره ښکاري. د دغو ماشومانو ډېره برخه د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې په درنو کارونو بوخت دي. دوی وايي د کورنیو مشرانو له لوري درنو کارونو ته هڅول کېږي.
ځینې ماشومان وايي چې له سهار تر ماښام ناوخته پورې کار کوي. احمد وايي: ((د سهار له ۷د ماښام تر ۶بجو پورې کار کوم، د میاشتې۲۰۰۰ افغانۍ راکوي، ښوونځي ته هم نه ځم، ځکه راته ويل شوي چې دوه کارونه نهکېږي یا به دلته مستريتوب کوې او يا به ښوونځي ته ځې.)) یوه بل ماشوم کلید ته وویل: ((پلار نهلرم، باید خپله کار وکړم او کورنۍ وچلوم، ښوونځي ته نهځم.)) ځينې نور ماشومان بیا وايي، هڅه کوي له همدې لارې يو کسب زده کړي. کریم وايي: ((زه غواړم کسب زده کړم، نو ځکه هره ورځ مستري خانې ته راځم.))
له بل لوري د ښوونيزو، روغتيايي او رواني چارو کارپوهان وايي، په ماشومتوب کې درانه کارونه د ماشومانو پر روان، روغتیا او وده خورا بده اغېزه لري او باید په دې برخه کې کورنۍ ماشومان اړ نهکړي چې درانه کارونه وکړي، ځکه د دوی په باور دغه ماشومان له ودې لوېږي، جسماني ستونزې ورته پیدا کېږي او له رواني ناروغيو سره هم مخ کېږي.
د هلمند پوهنتون استاد محمد اسماعيل مهربان په دې اړه کلید ته وویل، هغه ماشومان چې درانه کارونه کوي، په جسماني او روحي توګه سمه وده نهشي کولای او ډېری ماشومان بيا خپل ځانونه د نورو ماشومانو په پرتله خورا کم احساسوي چې دا مسئله د دوی لهپاره بیا پراخې رواني ستونزې ټوکولی شي. استاد مهربان د ماشومانو د درنو کارونو په تړاو ټولنه ملامتوي او زیاتوي، ټولنه باید اجازه ور نهکړي چې ماشومان درنو کارونو ته اړ ويستل شي او اړوند چارواکي هم باید په دې برخه کې هڅې وکړي، څو له ماشومانو دغه ډول ناوړه استفاده ونهشي: ((زما په نظر ټولنه باید ماشومان له دغه ډول حالت څخه وژغوري، ځکه هغه ماشومان چې درانه کارونه کوي، راتلونکې يې له ګواښ سره مخ کېږي، درانه کارونه د دوی پر ذهن او جسم ناوړه اغېز کوي او له ودې يې غورځوي.)) په همدې حال کې بیا د هلمند د کار او ټولنيزو چارو رئيس هم مني چې په دغه ولایت کې يو شمېر ماشومان درانه کارونه کوي. نوموړی وايي، ډېری ماشومان د کور سرپرست نهلري؛ نو له همدې کبله اړ دي چې د خپلې کورنۍ د لګښتونو پوره کولو لهپاره درنو کارونو ته مخه کړي. نوموړی زياتوي، د دغو ماشومانو سروې یې پیل کړې ده: ((له هغو ماشومانو سره به مرستې وشي چې دوی په رښتيني ډول د کور سرپرست نهلري او دغه راز به د زدهکړو زمينه ورته برابره شي.))
د يادولو وړ ده چې په تېرو شاوخوا ۱۷کلونو کې هلمند ولایت د سختو جګړو شاهد پاتې شوی. دغو جګړو د ډېری کورنیو سرپرستان ترې اخستي دي او ماشومانو یې له بدې ورځې د نفقې او کورنیو د لګښتونو د پوره کولو لهپاره درنو او شاقه کارونو ته مخه کړې.