د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار د اتمې ناحيې اړوند بهسودو پل ته څېرمه په يوه کور کې د هاوان يوه زړه مرمۍ چاودلې ده.
د والي وياند عطاء الله خوږياڼى وايي، دا چاودنه نن سهار نهه بجې او ۴۰ دقيقې شوې ده.
د ده په وينا، چاودنه هغه مهال شوې، چې د هاوان په مرمۍ په ياد کور کې ماشومانو لوبې کولې.
خوږياڼى زياتوي، د لومړنيو معلوماتو له مخې، په چاودنه کې د دې کورنۍ درې تنه ټپيان شوي دي.
خو د عيني شاهدانو په خبره، چاودنې دوه تنه وژلي او دوه نور يې ټپيان كړي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ