د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د هند له لوبډلې سره د تاريخي ټېسټ يا پنځه ورځنۍ لوبې د ترسره كولو په هدف د دغه هېواد بنګلور ښار ته رسېدلې ده.
ټاکل شوې دا لوبه د روانې جون مياشتې له ۱۴مې تر ۱۸مې نېټې په اېم چينناسوامي لوبغالي کې ترسره شي.
د يادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې افغان لوبډلې په هند كې د بنګله دېش له لوبډلې څخه د درېيو ۲۰ اوريزو لوبو لړۍ وګټله.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ