د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي مشر شكرالله عاطف مشعل د ختيځو ولايتونو د سفر په ترڅ کې لغمان ولايت ته هم لاړ او هلته يې د کرکټ د نوي لوبغالي ودانيزې چارې له نږدې وڅارلې.
د كركټ بورډ له لوري نن په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې پر دغه لوبغالي يو ميليون ډالر لګښت راځي او ټاکل شوې د سږ کال په اوږدو کې يې د جوړېدو چارې بشپړې شي.
د سرچينې په وينا، مشعل د خپل سفر په مهال د لغمان له يو شمېر لوبغاړو او ځوانانو سره هم وکتل او هغوى يې لوبو ته وهڅول.
د کرکټ بورډ عمومي مشر د كركټ لوبې اړوند چارو ترسره كولو په هدف تر دې وړاندې ننګرهار او کونړ ولايتونو ته هم تللى و.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ