د امريکا جمهور رييس ډونالډ ټرمپ د ايران، تاجکستان او افغانستان خلکو ته د نوروز مبارکي ويلې.
ټرمپ په همدې مناسبت په خپل خپاره کړي پيغام کې ويلي چې د نوروز فرهنګي حوزې وګړي د نوروز د نمانځنې تر څنګ د خپل فرهنګ د ډېرو برخو د نمانځنې پر مهال له ستونزو سره مخ دي.
هغه د نورو خلکو تر څنګ ايرانيانو ته هم پخپل پيغام کې ويلي، چې ايراني مشران خلکو ته د خدمت پر ځای ځان ته په خدمت لګيا دي.
دده په وينا د ايران مذهبي مشرانو پر ايراني وګړو د ژوند دايره تنګه کړې ده او ددوی د ژوند شرايط يې سخت کړي دي.
ټرمپ ويلي ايراني حکومت په تېرو ۶ کلونو کې په سوريه کې ۱۶ ميليارده ډالر په جګړه لګولي دي په داسې حال کې چې د ايراني کورنيو اقتصادي وضعيت ورځ تر بلې خرابېږي. هغه همدا راز ويلي چې د ايران سپاه پاسداران په سيمه کې د ترهګرو او جګړو ملاتړې ډله ده او ايراني وګړو ته يې له زيان پرته هېڅ ګټه نه ده رسولې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ