جمهور رئيس محمد اشرف غني د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دولت په دولت مذاکراتو د پيل په خاطر، چې د کابل پروسې دوهم کنفرانس کې پرې ټينګار شوى و، د پاکستان لومړي وزير ته رسمي بلنه ورکړه، چې کابل ته سفر وکړي.
جمهور رئيس محمد اشرف غني د شنبې په ورځ په ارګ كې د پاکستان د ملي امنيت له سلاکار ناصر خان جنجوعه سره د ليدنې پر مهال د پاکستان لومړي وزير ته بلنه ورکړه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر وايي، په دغه کتنه کې دواړو خواوو د افغانستان لخوا طالبانو ته د سولې پر وړانديز او پاکستان سره د هراړخيزو مذاکراتو پر پيل او څرنګوالي خبرې وکړې.
د سرچينې په وينا، په دې ليدنه كې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سيمه ييز اتصال او سيمه ييزو همکاريو پر اهميت او ګټو د بحث ترڅنګ د جرمي اقتصاد او تروريستي شبکو پر فعاليت او هغو سره د مبارزې پر لارو چارو هم خبرې وشوې.
كابل او واشنګټن وايي، چې پاكستان له وسله والو طالبانو او حقاني شبكې ملاتړ كوي او د دغو ډلو مشرانو ته يې پناه وركړې، خو اسلام اباد دا ادعا ردوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ