د نيپال د كركټ ملي لوبډلې پرون د ۲۰۱۹ کال د ۵۰ اوريزو سياليو نړيوال جام لپاره د غوراوي لومړي پړاو په وروستۍ لوبه كې هانګ كانګ ته ماتې وركړه او افغانستان ته يې دوهم پړاو ته د تګ لاره پرانيسته.
دا لوبه د زمبابوې په بولاوايو ښار کې ترسره شوه.
د لوبې پچه هانګ كانګ وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېكړه وكړه.
د هانګ كانګ د كركټ ملي لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۳ منډې وكړې، خو نپيال وركړل شوى هدف په ۴۰ اعشاريه ۴ اورونو كې د پنځو لوبغاړو په له لاسه وركولو پوره كړ.
افغان لوبډلې په دې سياليو کې خپله لومړۍ لوبه سكاټلنډ، دوهمه زمبابوې او درېيمه هانګ كانګ ته بايللې وه، خو په وروستۍ او څلورمه لوبه كې يې نيپال ته په شپږو وېكټو ماتې وركړه.
افغانستان له زمبابوې او سكاټلنډ وروسته د دوو پواينټونو او لوړ رن رېټ په لرلو وكولاى شول، چې د خپل ګروپ درېيم مقام ترلاسه كړي او دوهم پړاو ته، چې شپږ غوره لوبډلې به په كې ولوبېږي، ووځي.
د غوراوي دوهم پړاو په پاى كې به يوازې دوه لوبډلې د كركټ د ۲۰۱۹ کال د نړيوال جام سياليو كې د لوبېدو حق ترلاسه كړي.
د افغانستان د كركټ ملي لوبډله په دوهم پړاو كې خپله لومړۍ لوبه د راتلونكې پنجشنبې په ورځ له ويسټ انډيز سره كوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ