د جنوبي او مرکزي اسيا په چارو کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستياله اليس ويلز وايي، که طالبان يو موټى دي، نو ثابته دې کړي او د افغانستان له حکومت سره د سولې د مذاکراتو وړانديز دې ومني.
نوموړې د جمعې په ورځ د امريکا د نړيوالې سولې د تحقيقاتو په مرکز كې د خبرو په مهال پر دې ټينګار وكړ، چې د طالبانو ډله د افغانستان د ټولنې يوه برخه ده.
مېرمن ويلز وويل، هغه وخت رارسېدلى، چې په افغانستان كې جګړه پاى ته ورسېږي او په دې برخه كې سيمه ييزه او نړيواله اجماع موجوده ده.
د هغې په وينا، نړيواله ټولنه د جګړې د پاى ته رسېدو ملاتړ، خو طالبان د سولې مخنيوى كوي.
د جنوبي او مرکزي اسيا په چارو کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې له طالبانو سره د افغان حکومت په خبرو کې د پاکستان رول مهم وباله او زياته يې كړه، چې سوله د پاکستان په گټه هم ده.
بايد وويل شي، چې د ملي يووالي حكومت طالبانو ته له قيد او شرط پرته د سولې وړانديز كړى، خو دغه ډله بيا له امريكا سره پر خبرو ټينګار كوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ