د ننګرهار په پچيراګام ولسوالۍ کې شپږ وسله وال طالبان، چې د ماينونو خښولو دنده يې درلوده، د امنيتي ځواكونو له لوري نيول شوي دي.
د دغه ولايت د رسنيو دفتر د معلوماتو له مخې، دې کسانو په پچيراګام او چپرهار ولسواليو کې د نورو جرمونو ترڅنګ ماينونه ځای پر ځای کول، چې د ماينونو قربانيان يې ملکي وګړي وو.
د سرچينې په خبره، نيول شوو طالبانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی او تر پوښتنو لاندې دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ