جمهور رئيس محمد اشرف غني په کابل، هلمند او فراه ولايتونو کې شوي بريدونه په سختو ټكو وغندل.
نوموړي نن په هرات ولايت كې يوې غونډې ته د وينا په مهال وويل، په داسې حال کې، چې افغانان د ټاپي پروژې د خوشالۍ د جشن پر نمانځنې بوخت دي، د دې خاورې او خلکو دښمنانو په کابل، هلمند او فراه ولايتونو کې د تروريستي بريدونو له لارې په جنايت لاس پورې کړ او يو شمېر هېوادوالو ته يې مرګ ژوبله واړوله.
جمهور رئيس غني زياته كړه، د افغانستان د خلکو دښمنان بايد پوه شي، چې د دې خاورې د اقتصادي پرمختګ او د دښمن د ځپلو په مبارزه کې به د افغان حکومت اراده د پخوا په څېر په خپل ټول قوت دوام ومومي.
د يادونې وړ ده، چې په يادو درېيو ولايتونو كې وروستيو بريدونو د ملكي وګړو په ګډون لسګونو كسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د هلمند او فراه ولايتونو د پېښو مسووليت وسله والو طالبانو منلى، خو د كابل د پېښې په اړه يې څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ