د فارياب د شيرين تګاب ولسوالۍ په ګرزيوان سيمه كې د ولسي پاڅون كوونكو د دوو قوماندانانو ترمنځ نښته كې له دواړو لورو پنځه تنه وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند كريم يورش نن كليد ته وويل، چې دا نښته د شخصي دښمنۍ له كبله رامنځته شوې ده.
هغه زياته كړه، د جګړې د مهارولو لپاره سيمې ته ګډ امنيتي ځواكونه رسېدلي او همدارنګه د پېښې د څېړلو په هدف يوه حقيقت موندونكې ډله هم هلته لېږل شوې ده.
د فارياب د امنيتي چارواكو په وينا، يادو دوو قوماندانانو له ډېرې پخوا شخصي دښمني لرله.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ