په ميدان وردګ ولايت كې پرون د ګډو امنيتي ځواكونو تصفيوي عمليات پيل شول، چې په لومړۍ ورځ په كې ۱۹ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته.
د ميدان وردګ د امنيه قوماندانۍ وياند نقيب اميني وايي، چې دغه عمليات د ملي پوليسو، ملي اردو، د ځانګړې قطعې او كومانډو ځواكونو له لوري په مخ وړل كېږي.
د هغه په وينا، تراوسه د عملياتو په ترڅ كې د درېيو قوماندانانو قاري يوسف، قاري مصطفى او قاري فريد په ګډون، چې نظامي زده كړې يې په پاكستان كې كړې وې، ۱۶ طالبان وژل شوي او درې تنه نور سخت ټپيان دي.
اميني زياتوي، د عملياتو په مهال د طالبانو له شتونه ۱۰ كلي پاك شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ