امنيتي ځواکونو په فراه ولايت کې په دوو جلا هوايي بريدونو کې ۲۸ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د فراه د امنيه قوماندانۍ وياند اقبال باهر کليد ته وويل، چې دغه هوايي بريدونه په پشترود او بالابلوک ولسواليو کې ترسره شوي دي.
هغه زياته کړه، په پشترود ولسوالۍ کې د هوايي بريد له کبله ۲۰ طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
د باهر په خبره، په بالابلوک کې هوايي بريد څلور طالبان وژلي دي.
دی وايي، په دغو بريدونو کې د طالبانو يو فيلډر ډوله موټر او يو شمېر وسلې هم له منځه تللې دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبان د فراه ولايت په پشترود او بالابلوک ولسواليو کې پراخ حضور لري او ډېر کله د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ